خانهنړۍایران له موساد سره د اړیکې لرلو په تور یو کس اعدام...

ایران له موساد سره د اړیکې لرلو په تور یو کس اعدام کړی 

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د «علي اردستاني» په نوم یو کس له موساد سره د اړیکې لرلو په تور اعدام کړی دی.

د راپورونو له مخې چې علي اردستاني د موساد لپاره د عملياتي غړي په توګه کار کاوه او حساسو معلوماتو ته یې لاسرسی درلود.

ایراني رسنیو لیکلي چې اعدام‌شوي کس د موساد د افسرانو په لارښوونه له ځانګړو ځایونو تصویرونه او د مهمو کسانو معلومات موساد ته سپارل او په بدل کې به یې پیسې ترې ترلاسه کولې. 

ایران تر دې مخکې هم اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور لسګونه کسان اعدام کړي وو. 

له تېرو څو لسیزو راهیسې په ایران کې د اعدام سزا په بې‌سارې توګه زیاته شوې چې وخت ناوخت یې د ملګرو ملتونو په ګډون پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو نیوکې پارولې دي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې ایراني حکومت د بېلابېلو جرمونو په تور لسګونه افغانان هم اعدام کړي دي.

بلخوا پر بشري حقونو د څار ګڼو نړیوالو سازمانونو له ایراني حکومت څخه غوښتي چې هلته د اعدام سزا ته د پای ټکی ورسوي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه