خانهافغانستاند پاکستان او افغانستان ترینګلې اړیکې؛ "کابل او اسلام‌اباد باید امنیتي تړون...

د پاکستان او افغانستان ترینګلې اړیکې؛ “کابل او اسلام‌اباد باید امنیتي تړون ولري”

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خونړۍ نښتې له امله د ترینګلتیاوو پراخېدو په دوام، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي تړون د اړیکو بڼه بدلولی شي.

خلیلزاد د پاکستاني پوځ ویاند نویو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې شریف چودري د دوحې تړون په اړه ناسم برداشت کړی، ځکه په وینا یې چې هغه تړون د افغانستان – پاکستان مسایلو ته نه دی ځانګړی شوی. 

امریکا پخواني ځانګړي استازي همداراز لیکلي چې د جګړې توپ اوسمهال د پاکستان په میدان کې دی او پاکستاني حکومت ته پکار ده چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د دوحې تړون ته ورته یو تړون ولري. 

خلیلزاد دا هم لیکلي چې که د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ امنیتي تړون وي، د داعش په ګډون به هېڅ وسله‌واله ډله د یو او بل له خاورې استفاده ونه‌شي کولای.

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ ویاند، شریف چودري هغه څرګندونې رد کړې وې چې د اسلامي امارت حکومت د جوړښت په اړه یې کړې وې.

مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکلي وو چې اسلامي امارت دا ډول غیرمسؤولانه او تحریکوونکې څرګندونې په کلکه غندي او د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د رسمي موقفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسایلو پر حل تمرکز وکړي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه