آريانا افغان هوايي شرکت وایي چې د شاوخوا ۴٫۷ ميليون ډالرو په ارزښت د یاد شرکت د دوو الوتکو انجنونه له ترکيې او صربستان هيوادونو څخه پېرل شوي او کابل ته راوړل شوي دي.
د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې دا انجنونه به د آريانا د تخنيکي ټيم له لوري ژر تر ژره په Boeing-737 او Airbus-310 الوتکو کې نصب او فعال شي.
سرچینې لیکلي چې د دغو انجنونو په فعاليت سره به د آريانا د الوتنو ظرفيت لوړ، تخنيکي ځنډ او خنډ به راکم او د کورنيو او نړيوالو الوتنو مهالوېش به لا پياوړی او منظم شي.
بلخوا د آريانا افغان هوايي شرکت رییس، ملا بخت الرحمن شرافت ټينګار کړی چې د الوتکو د تجهيزاتو پر وخت برابرول د مسافرينو د خوندیتوب، د الوتنو د منظم مهالويش او د ملي هوايي ترانسپورټ په برخه کې د باوري خدماتو وړاندې کولو لپاره يو مهم ګام دی.
د اریانا افغان هوایي شرکت همداراز لیکلي چې دا انجنونه د تخنيکي او عملياتي بهير د پياوړتيا په لړ کې د ترکيې هېواد یوې چارتر کارګو الوتکې په مټ کابل ته راوړل شوي دي.


