د ا.ا معیار او کیفیت اداره وایي چې په نیمروز بندر کې ۳۰ ټنه کمکیفیته ګاډر بېرته ګرځول شوي دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو توکو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود، له کره ارزونې او د کیفیت کنټرول وروسته د نیمروز له لارې بیرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
سرچینې لیکلي: “دا پروسه د معیار او کیفیت ادارې لخوا په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي، تر څو د هېواد بازارونو ته د بېکیفیته توکو له ننوتلو څخه په جدي توګه مخنیوی وشي.
د خبرپاڼې له مخې چې د معیار او کیفیت اداره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې به په کلکه توګه کورني معیارونو پلي کیږي همدارنګه د باکیفیته بازار رامنځته کول او د خلکو روغتیا او خوندیتوب، ددې ادارې لومړیتوب دی.”
د اسلامي امارت معیار او کیفیت ادارې دا نه دي ویلي چې یاد بېکیفیته توکي له کوم هېواد ته واردېدل.
د یادولو ده چې یادې ادارې له تېرو څو ورځو راپدېخوا په بېلابېلو بندرونو کې سلګونه ټنه ودانیز توکي مسترد کړي دي.


