د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر نن (سهشنبه) د کابل په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې ګټېاخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې ویلي چې دا پروژه نه یوازې اقتصادي ګټې لري، بلکې د چاپیریال ساتنې لپاره هم د اسلامي امارت ژمنتیا ښیي.
عمر ټینګار کړی چې د نغلو د لمریزې برېښنا فابریکه کولی شي د هوا ککړتیا کمولو او د پاکې انرژۍ سرچینو کارولو ته وده ورکولو کې مرسته وکړي.
د برېښنا شرکت اجرایيوي رییس ویلي چې د انرژۍ پروژو په پراختیا کې د چاپیریال ساتنه او د چاپیریال اغیزې کمول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.
دا پروژه د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې انرژۍ ظرفیت لري، د دوامداره انرژۍ چمتو کولو سربیره به په سیمه کې د کارموندنې او اقتصادي ودې زمینه هم برابره کړي.
د انرژۍ محدودو سرچینو او په فوسیلي سونګ توکو پورې د تکیه کولو له امله، افغانستان د هوا ککړتیا او د بریښنا کمښت په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
متخصصین په دې باور دي چې د لمریزې انرژۍ او پاکې انرژۍ پروژو پراختیا کولی شي د دې ستونزو ځینې کمې کړي او د دوامداره بریښنا تولید او چاپیریال ساتنې کې مرسته وکړي.
نړیوال بانک وايي چې هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۵.۷ میلیون خلک د هوا د ککړتیا له امله مري، چې نږدې دوه میلیونه یې یوازې په جنوبي آسیایي هیوادونو کې کیږي.
که څه هم په افغانستان کې د هوا د ککړتیا له امله د مړینو دقیق ارقام شتون نلري، ډاکټران وايي چې له تېرو کلونو راهیسې د کابل په ګډون د هوا تر ککړتیا پورې اړوند ناروغۍ مخ پر زیاتېدو دي.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره هم خبرداری ورکړی چې هیواد د ګاونډیو هیوادونو څخه د هوا د ککړتیا لپاره خورا زیان منونکی دی.


