خانهتفریحيزیات فکر کول مو څنګه د ژور خپګان په ستر لامل بدلېږي؟

زیات فکر کول مو څنګه د ژور خپګان په ستر لامل بدلېږي؟

ډېری خلک په دې اند دي، چې انسان فکر کولو ته اړتیا لري، له فکر کولو پرته ژوند ناممکنه دی او کوم کار چې بې فکره کېږي هېڅ کله سم نه وي. خو دې ته مو پام نه دی شوی چې ځینې وخت زیات فکر کول انسان له ژونده باسي. انسان ډېر ژر د فکرونو او بې ځایه چورتونو په لومه کې را ګیر کېږي په وړو وړو ستونزو او خبرو کې زیات فکر کول د دې لامل کېږي چې حتی یو مثبت کار هم نور راته مثبت ښکاره نشي.

له حده زیات فکر کول، د مسایلو او پېښو له اندزې زیات تحلیل سپړنه او له ژونده خوند او خوشالي اخلي. اړینه ده چې د فکر کولو تعادل وساتو او له فکر کولو سره یو ځاي له ژونده هم خوند واخلو څه کولی شو.

یو روان‌پوه وايي : یوه ورځ  له ناروغه پوښتنه وکړه پر کوم شي ډیر فکر کوې، ناروغ ځواب ورکړ وطن کې مو بده ورځ ده هره ورځ مرګونه او مړي دي، هره ورځ ناسم خبرونه اورم څنګه به فکر نه کوم هغه به انسان نه وي چې پرې فکر ونه کړي.

روان‌پوه ورته وویل لومړی کار چې کوي د ژوند ټول مسایل دې په دو برخو وویشه یو هغه چې ته پرې  کنترول لرې او ستا په لاس کې دي او بل هغه چې ته یې وس او کنټرول نه لري د مثال په توګه جګړه، د حکومتونو ستونزې دي او نورې زیاتې مسلې شته چې ته پرې هېڅ کنټرول او اغیز نه لرې نو ولې په دغو مسلو فکر وکړې او بله دا چې په هغو کارونو کې چې زموږ په وس کې هم دي زیاتره یې په یوځل نه شي ترسره کیداي او باید ورته سم پلان ولرو او بیا ېې عملي کړو.

د دې لپاره چې خپل روان ته پام وکړو او د زیات فکر کولو له لومې ځان خلاص کړو ځینې لارې چارې یې دلته درپېژنو:

۱ـ هر شي ته په پراخ نظر وګورئ، هر شی ځانته مه محدودئ. کله چې دغسې یو فکر درته پیدا شو، نو له ځانه پوښتنه وکړئ پنځه کاله، یا پنځه میاشتې او یا پنځه اوونۍ وروسته به دغه کار همدومره اهمیت راته ولري؟ له شک پرته چې نه یې لري.…

۲ــ  هره پرېکړې ته یو وخت وټاکئ ، کله چې تاسو یو پلان لرئ په یو ټاکي وخت کې ېې تر سره کړئ که تاسو ورته وخت ونه ټاکئ تل به مو فکر وروسره بوخت وي او په دې ډول وړه خبره څخه درته لوی غر جوړ وي.

۳ــ  د خپل کار او د وړو او معمولي کارونو لپاره لکه ښوونځي ته تلل، تلویزیون چالندول، کالي وینځل یا موټر پاکول او موټر ته تیل اچول د زیات فکر کولو وړ نه وي له ۳۰ ثانیو پرې زیات فکر مه کوئ، خو نورو لویو کارونو لپاره ممکن ۳۰ دقیقې په فکر کولو تېرې کړئ. د بېلګې په توګه تاسو د کار په لټه کې یئ، فکر مو وکړ چې کار ته اړتیا لرئ، کاري تجربه او نوروې ټولې وړتیاوې مو وارزوئ ټول اسناد مو راټول کړئ ډیر تر ډیره دیرش دقیقې فکر وکړئ او پلان جوړ کړئ چې چیرته د کار په لټون پسې ووځئ، بیا نو ځانته مهالوېش وټاکئ چې له دې ورځې به وځم اوکار به لټوم په همدې ټاکلي وخت او ساعت د کار لټون پيل کړئ.

۴ـ د ځان خوشحالۍ لپاره وخت ځانګړی کړئ، کله ناکله له ځان سره ووایئ، ښه نو دا زه یم او شکر ژوندی او روغ یم نو راځه چې غاښونه بورس کړم، راځه چې لږ چکر ووهم او له تازه هوا خوند واخلم، هر کار چې ترسره کوئ همدا جمله تکرار په دې ډول له ژور خپګان څځه ځان خلاصوئ.

۵ـ کله چې د خپل تېر ژوند په ګرداب کې بند یې او تل یې یادونه ستا ذهن ته درځي، له ځان سره ووایه نور بس دی …او بېرته اوسني وخت او اوسنیو حقیقتونه ته راځم! دا خبرې مو پر پنځه ګوني حواس خورا ښه رول لري، سم دستي بیداره کېږئ.

۶ـ ستاسو چاپېریال ستاسو په ذهن او ژوند زیاته اغیزه کوي، نو د همدې امله له هغو کسانو سره ناسته پاسته مه کوئ چې سودايي دي او زیات چورتونه وهي، هغه کتابونه چې لولئ يې ټول ستاسو په ژوند اغیز لري.

 ۷ـ قناعت خپله برکت زېږوي، پر خپله برخه راضي واوسئ، تېر مه یادوئ او راتلونکې ته هم خداي مهربانه دی په اوس کې ژوند وکړئ او له ژونده خوند واخلئ، په ژوند کې هم داسې شیان پيدا کړئ، چې خوند ترې اخیستی شئ او که هېڅ شی نه وي په خپل روغ صحت شکر وباسئ.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه