د ا.ا صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې له ایران او پاکستان څخه د ۸ راستنو شویو سوداګرو اسناد څېړل شوي چې د طرزالعمل له مخې، اووه کسان د صنعتکارانو په توګه تثبیت شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا پرېکړې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي په مشرۍ له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو اتو سوداګرو او صنعتکارانو له پلاوي سره په غونډه کې شوې او د دوی اسناد ارزول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان په بېلابېلو تولیدي او صنعتي برخو کې پانګونه کوي او د پانګونې ټولیز ارزښت له ۲۶ میلیون امریکایي ډالرو زیات ښودل شوی دی.
سرچینې د نورالدین عزیزي په حواله لیکلي چې یاد پلاوی د راستنو شويو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه فعالیت کوي او تاييد شوي کسان به له ټاکل شوو امتیازاتو برخمن شي.
د یادولو ده چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ډېر افغان صنعتکاران او سوداګر هم هېواد ته راستانه شوي او په هېواد کې یې پر بېلابېلو برخو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


