د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره په ټلېفوني اړیکه کې د یمن، سومالیا او غزې پر وضعیت خبرې کړې دي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس د راپور له مخې چې دوی دواړو په دې ټلېفوني اړیکه کې پر یو شمېر سیمهییزو او دوهاړخیزو موضوعاتو خبرې کړې او همداراز د سومالیا، یمن او د غزې تړانګې پر وضعیت هم بحث شوی دی.
په راپور کې د ترکیې ولسمشر په حواله ویل شوي چې چې انقره په سومالیا او یمن کې وروستي تحولات له نږدې څاري او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل د سیمې د ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.
د نوموړي په وینا چې هېواد یې چمتو دی په یمن کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د نږدېوالي لپاره هڅې وکړي.
اردوغان دا هم ویلي چې د ژمي له رارسېدو سره په غزه کې بشري وضعیت لا پسې خراب شوی او نړیواله ټولنه باید بېړني اقدامات وکړي.
ترکیې رسنیو همداراز لیکلي چې اردوغان او بن سلمان هوکړه کړې، څو د انقرې او ریاض ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته شي.


