د هرات مسوولین وایي چې د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۲۲ زره ۲۴ ټنه تازه مېوې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې دا مېوې د څه باندې ۱۶ میلیون ډالر په لګښت بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې دا ډول صادرات د اقتصاد په وده او د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري او سیمهییزه اداره د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په هڅه کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له پاکستان سره هر ډول سوداګري منع شوې ده او ټولې سوداګریزې لارې ورسره تړلې پاتې دي.
له پاکستان سره د لارو له تړلکېدو وروسته د افغانستان صادرات له نورو لارو پیل شوي او د تازه مېوو په ګډون نورې لارې پیدا شوې دي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې که له پاکستان سره لارې هم تړلې وي د افغانستان پر سوداګرۍ به کومه اغېزه ونه لري او په عادي ډول به صادرات او واردات کېږي.


