د غزني مسوولین وایي چې د دغه ښار د نجارانو په یو دوکان کې د نننۍ اورلګېدنې د پراخېدو مخه نیول شوې ده.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا اورلګېدنه د بېاحتیاطۍ په پایله کې د بخارۍ له امله رامنځته شوې وه، خو د امنیې قوماندانۍ د اور وژنې مدیریت مسلکي ټیم په وخت رسېدنه کړې ده.
د سرچینې په وینا چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې رامنځته شوې وه.
د خبرپاڼې له مخې چې په غزني کې د سړې هوا له رارسېدو سره د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوې او د امنیې قومندانۍ د اوروژنې مدیریت له ټولو ښاریانو څخه یو ځل بیا د بشپړ احتیاط غوښتنه کړې ده.
روان کال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې اورلګېدنو هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، خو ځینې اورلګېدنې پر وخت مهار شوې دي.
د یادولو ده چې د دې ترڅنګ د ژمي په موسم کې ډېر کله د ګازي بخاریو له امله یو شمېر هېوادوالو ته هم مرګژوبله اوړي چې په ځینو مواردو کې د پراخو اورلګېدنو لامل هم کېږي.


