د ا.ا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۸۵۰ کورنۍ اغېزمنې شوې، چې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د ا.ا د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن(پنجشنبه، د جنوري لومړۍنېټه)ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۸۵۰ کورنۍ اغیزمنې شوې او ۲۱۹ کورنۍ بې ځایه شوې دي.
حماد په یوه ویډیو کې تایید کړه چې په تیرو دوو ورځو کې د درنو بارانونو او واورې له امله په کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، فراه او هرات ولایتونو کې سېلابونه راغلي دي.
دا.ا د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې په وینا، په دې دوو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۲۷۴ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۱۸ کورونه زیانمن شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو ولایتونو کې اته جوماتونه، ۲۰۹ کیلومتره سړکونه، ۱۱ دوکانونه او اته پلونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. ادارې راپور ورکړی چې ۱۰۲۱ کانالونه او د اوبو لارې، ۱۴۹ لمریزې برښنا فابریکې، ۱۳۹۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۵۸ ونې هم ویجاړې شوې دي.
د طبیعي پیښو د مدیریت د څانګې ویاند همداراز وویل چې طبیعي پېښو په فراه کې د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.


