خانهافغانستاناتریش هېواد له راستانه‌شویو کډوالو سره یو میلیون ډالره مرسته وکړه

اتریش هېواد له راستانه‌شویو کډوالو سره یو میلیون ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې اتریش د افغان راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ادارې نن( پنجشنبه، د جنوري لومړۍ نېټه) وویل اتریش د افغان راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره یو میلیون ډالره مرستې وکړه.

 د دې ادارې د معلوماتو له مخې، چې دا پیسې به افغانستان ته د راستنېدونکو کورنیو د بیا یوځای کېدو لپاره وکارول شي.

باید وویل شي چې په نړیواله کچه د افغان کډوالو ایستو پر وړاندې د غبرګونونو سره سره په تېر کال کې، پاکستان او ایران د افغان کډوالو ځپل او ایستل  ډیر کړي دي. دا کډوال په افغانستان کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو همداراز زیاته کړه چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري او نومبر ترمنځ، شاوخوا ۱.۸ میلیون افغانان له ایران او ۹۰۰،۰۰۰ له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یادولو ده چې ا.ا هم تر دې وړاندې هېواد ته د راستانه شویو کډوالو لپاره د ښارګوټو او کاري زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه