د ا.ا ویاند ویلي، چې تېر کال د هېواد د هرې ولسوالۍ لپاره د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو فرمان صادر شو او په دې برخه کې په لسګونو پروژو عملي کار روان دی.
د ا.ا ویاند ذبیح.الله مجا.هد وايي، چې د دې فرمان پر بنسټ، د هېواد د ولسوالیو په کچه ټولټال ۳۱۸ ۳۰ بستریز روغتونونه پلان شوي دي. د هغه په وینا، د دې روغتونونو څخه شاوخوا ۵۰ باندې عملي کار پیل شوی او اوس روان دی.
مجا.هد زیاته کړه چې نور روغتونونه په لومړنیو مرحلو کې دي او د دوی تخنیکي، اداري او تدارکاتي پروسې روانې دي. هغه ټینګار وکړ چې د دې پروژو پلي کول به په تدریجي ډول ترسره شي او هڅې روانې دي چې دا روغتیايي مرکزونه په مناسب وخت کې په فعالیت پیل کړي.
د ا.ا د ویاند په وینا، د دې روغتونونو په بشپړیدو سره به د ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ښه شي او په ولایتي روغتونونو به فشار کم شي.
افغانستان په تېرو کلونو کې د روغتیا په سکتور کې له جدي ننګونو سره مخ شوی، په ځانګړې توګه په لرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې د روغتونونو او طبي اسانتیاوو نشتوالي ډیری ناروغان اړ کړي چې اوږد واټن سفر وکړي. د ۳۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو فرمان صادرول، که چیرې په بشپړه توګه پلي شي، د هېواد د روغتیا زیربنا پیاوړتیا کې یو اغیزمن ګام کېدی شي.


