خانهنړۍپاکستان کې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۱۴ کسان...

پاکستان کې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۱۴ کسان مړه شول 

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پنجاب ایالت په «جهنګ» ښار کې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې تر دې دمه د ۱۴ کسانو مړینه او ۲۹ نورو ټپي‌کېدل تایید شوي دي.

د راپورونو له مخې چې دا پېښه د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده. 

بلخوا رسنیو د پنجابي چارواکو په حواله دا پېښه خونړۍ ښودلې او اټکل یې کړی چې د قربانیانو شمېر کې به زیاتوالی راشي. 

که څه هم تر اوسه په رسمي توګه د دې خونړۍ پېښې لامل نه دی ښودل شوی، خو ځینو سرچینو د دې خونړۍ لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

د یادولو ده چې په پاکستان کې تر دې مخکې هم ورته خونړۍ ترافیکي پېښې شوې چې په پایله کې یې سلګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې پکې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

بلخوا د دواړو هېوادونو حکومتونو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه