د پروان مسوولینو د سالنګونو لویې لارې د یو لین له پرانیستلکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې چې د سالنګونو لویه لار تېره دوشنبې شپه د درنې واورې د ورښت او شدید طوفان له امله د انساني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه په موقتي ډول د ترافیک پر مخ تړل شوې وه.
سرچینې لیکلي چې له هماغه وخته تر اوسه پورې په سالنګونو کې د واورې ورښت او طوفان جریان درلود.
“یاده لویه لار د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د پرسونل د شپې او ورځې پرلهپسې هڅو په پایله کې نن یو طرفه لین پرانیستل شوی او هغو وسایطو ته چې د لویې لارې په دواړو غاړو کې درېدلي وو، د تګ اجازه ورکړل شوه.”
د پروان مسوولینو ویلي چې د لارې د پاکولو چارې لا هم روانې دي، تر څو د ټولو وسایطو لپاره د خوندي تګراتګ زمینه برابره شي.
سرچینې لیکلي چې که چېرې د واورې ورښت او طوفان ودرېږي، نو یاده لویه لاره به سبا په بشپړ ډول له دواړو خواوو د ترافیک پر مخ پرانیستل شي.


