خانهافغانستاند ۲۰۲۵ کال وروستۍ ورځ؛ افغانستان کې د رسنیو ازادي څنګه ده؟  

د ۲۰۲۵ کال وروستۍ ورځ؛ افغانستان کې د رسنیو ازادي څنګه ده؟  

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هممهاله د افغانستان اسلامي جمهوریت سقوط او پرځای یې (د افغانستان اسلامي امارت) واک ته ورسېد. د جمهوریت پرمهال په افغانستان کې سلګونه بېلابېلې چاپي، غږیزې، ویډیویي او پرلیکه رسنۍ فعالې وې چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو سره سم یې لسګونه رسنیو خپل فعالیتونه ودرول.

د اسلامي امارت په لومړیو کې رسنۍ او افغان خبریالان له بېلابېلو ستونزو  سره مخ شول. په همدې خاطر ډېرو رسنیو خپل فعالیتونه ودرول او ډېرې رسنۍ او لسګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شول.  

بلخوا د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار لپاره یوه اداره رامنځته کړه. په لومړیو کې یې ټول په هېواد کې فعال او شته خبریالانو ته د هویت کارتونه ووېشل او ورسره ثبت یې کړل. 

لنډه دا چې تېر څه باندې څلور کاله افغان رسنۍ د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې وګاللې، په ډېری مواردو کې د اړوند ادارو لخوا اطلاعات پر خپل وخت له رسنیو سره نه دي شریک شوي او دا ستونزه لا هم پر خپل ځای دی.

تېر ۲۰۲۵ کال بیا د رسنیو او افغان خبریالانو لپاره تر ډېره اطلاعاتو ته د لاسرسي او نورو ازادیو لپاره د تېرو کلونو په پرتله نسبتاً ښه کال و او د رسنیو له استازو سره د اسلامي امارت د مشرانو پرله‌پسې ناستو دا محدودیتونه تر ډېره راکم کړي دي.  

د ۲۰۲۵ کال په ګډون په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د رسنیو لپاره یو بل سرخوږی پر عکس او ویډیو بندیز بلل کېږي چې دا مهال په ډېرو ولایتونو کې پلی شوی او افغان خبریالان اجازه نه لري چې د اسلامي امارت غونډې په ویډیوي بڼه رسنیزې کړي.   

په ورته مهال د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت بار بار ټینګار کړی چې ټولې هغه رسنۍ په ازاد ډول د فعالیت اجازه لري چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي او د شایعاتو له خپرولو ډډه وکړي.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي چې په تېر یو کال کې لسګونه رسنیو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي او همداراز لسګونه یوټیوبرانو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده. دوی ډاډ ورکړی چې د رسنیو ستونزو ته به رسېدنه کېږي او له دوی به ملاتړ کېږي.  

بلخوا د ملګرو ملتونو په ګډون د خبریالانو خوندیتوب او پر بشري حقونو د څار ګڼو بنسټونو په وار وار ټینګار کړی چې پر افغان رسنیو او خبریالانو باید محدودیتونه لرې شي، څو په ازاد ډول خپلو چارو ته دوام ورکړای شي. 

اقتصادي او مالي ستونزو د رسنیو او رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې ډېر ستر خنډ ګڼل کېږي. دا مهال ګڼې رسنۍ د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره له مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حتی تر دې چې یو شمېر خپلواکې رسنۍ یې د سقوط سره مخ کړې دي.

یو شمېر خبریالان وايي، که اسلامي امارت، ملي سوداګر، شرکتونه او  نړیوال بنسټونه د رسنیو اقتصادي ملاتړ ونه کړي، ښايي ۲۰۲۶ کال د یو شمېر رسنیو د سقوط کال وي.

دغو بنسټونو همېشه د هغو خبریالانو د خوشې‌کېدو غوښتنې هم کړې دي چې د بېلابېلو قضیو له امله د اسلامي امارت په بندخونو کې وو. خو اسلامي امارت بیا ټینګار کړی چې تر دې دمه هېڅ داسې خبریال د دوی په زندان کې نشته چې هغه د رسنیز فعالیت په خاطر نیول شوی وي، بلکې ځینې نورې قضیې دي چې د رسنیو ځینې کارکوونکي یې د حکومت تر بندخونو پورې رسولي دي.

په تېر ۲۰۲۵ کې د افغان رسنیو او خبریالانو یو بل مهم مسوولیت له پاکستان سره د اسلامي امارت د جګړې پرمهال همغږي وه چې د اسلامي امارت د چارواکو له لوري یې هم فعالیتونه ستایل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ویلي چې له پاکستان سره د جګړې پرمهال افغان رسنیو او خبریالانو خپل مسوولیت په ښه ډول ترسره کړ او له دوی څخه یې د دا ډول ملي دریځ د څرګندولو غوښتنه کړې ده.

په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور بله هغه مسئله ده چې دا ثابتوي چې ګنې اسلامي امارت په رسنیو کې د ښځو له کار سره ستونزه نه لري خو باید وویل شي چې  رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم دی او دغه راز په ځینو غونډو او کنفرانسونو کې دوی ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

یوه بله مهمه موضوع دا هم ده چې په تېر ۲۰۲۵ کال په پاکستان کې لسګونه هغه خبریالان هم نیول شوي چې یو شمېر هېوادونو ته یې د تګ پلان درلود. د وروستي راپور له مخې چې پرون (چهارشنبه) هم په پاکستان کې د عاشق الله جلالزوی په ګډون درې افغان خبریالان پاکستاني پولیسو نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي. 

لنډه دا چې د تېر ۲۰۲۵ کال په ګډون په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې د افغان خبریالانو او رسنیو ستونزې درک شوې دي، له دوی سره په ډېرو برخو کې مرستې شوې دي، په همدې کال لسګونه نویو رسنیو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي او همداراز به له دوی په هره برخه کې ملاتړ کېږي.

د اسلامي امارت چارواکو له رسنیو دا غوښتنه هم بار بار کړې ده چې د فعالیت پر مهال اسلامي او ملي ارزښتونو ته پام وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه