د ټولګټو وزارت ویلي، چې په سالنګونو کې د واورې اورښت جریان لري او یاده لویه لاره د سختو واورې، توپان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د تېرې شپې ۲:۰۰ راهیسې د ټولګټو وزارت لخوا تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ تړل شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویلي، نن(سهشنبه، د مرغومي ۹مه) ویلي، په بامیان، دایکندي او غور ولایتونو کې د سختو واورو له امله یو شمېر مهمې لویې لارې او نښلوونکي سړکونه موقتاً د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
دغه وزارت په خپلې خبرپاڼې کې زیاتوي، چې په بامیان کې د کابل – بامیان لویه لار د حاجیګک کوتل، د بامیان – دایکندي مسیر د قوناق کوتل او د بامیان – غور لویه لار د بکک کوتل په سیمو کې تړل شوې دي، همدارنګه د کابل – دایکندي لویه لار د قوناق کوتل په سیمه کې او د ځینو ولسوالیو نښلوونکي سړکونه په دایکندي او غور کې هم د ترافیکو پر مخ تړل شوي ، چې د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو او قراردادي شرکتونو د پرسونل له لوري یې د واورو پاکولو او د یادو لارو د بېرته پرانیستلو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د ټولګټو وزارت له ټولو هېوادوالو او موټرچلوونکو څخه غوښتي چې د یادو مسیرونو څخه د تګ راتګ پر وخت ژمني توکي د ځان سره ولري ، د پوره احتياط څخه کار واخلي ، ترافيکي قوانين مراعات کړي او د يادو لارو د موظفينو لارښوونو ته دې جدي پاملرنه وکړي.


