د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره خالده ضیا نن د ۸۰ کلونو په عمر مړه شوه. د بنګله دېش نشنلست ګوند هم په یوه رسمي اعلامیه کې دا خبر اعلان کړی دی.
خالده ضیا دوه دورې لومړۍ وزیرې (۱۹۹۱-۱۹۹۶ او ۲۰۰۱-۲۰۰۶) د بنګله دیېش د دوو اصلي سیاسي جریانونو څخه د یوې سمبول وه، او د شېخ حسینه سره د هغې سختې سیالۍ د یو نسل لپاره د هېواد سیاست تعریف کړ.
هغې خپل وروستي کلونه د جدي روغتیا ستونزو او د فساد زیاتو قضیو سره په مبارزه کې تېر کړل چې هغې یې سیاسي انګېزه وبلله.
د بنګله دېش سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې هغه په وروستۍ فساد قضیه کې برائت ورکړ، چې د فبروري په ټاکنو کې د هغې د احتمالي ګډون لپاره لاره هواره کړه.
BNP حزب وویل چې د ناروغۍ له امله په ۲۰۲۰ کال کې له زندان څخه د هغې د مشروط خوشې کېدو وروسته، کورنۍ یې د شېخ حسینه حکومت ته لږترلږه ۱۸ غوښتنې کړې وې چې بهر ته یې درملنه وشي، خو ټولې رد شوې.
وروسته له هغه چې حسینه په ۲۰۲۴ کال کې له واکه وغورځول شوه، د نوبل د سولې جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ لنډمهاله حکومت هغې ته په جنوري کې د وتلو اجازه ورکړه. خالده ضیا لندن ته لاړه او په می کې بنګله دېش ته راستنه شوه.
د هغې مړینه د بنګله دېش په سیاست کې د یوې دورې پای ته رسېدل په ګوته کوي او د کورنیو او نړیوالو مشرانو لخوا یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.


