د سوریې حکومت د نوي میلادي کال له پیل سره سم نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي، چې ځینې تغیرات پکې لیدل کېږي.
د سوریې په نوې کرنسۍ کې ځینې تغییرات لیدل کېږي چې پکې د دغه هېواد پخواني ولسمشر، بشارالاسد انځور او دوه صفرونه لرې شوي دي.
بلخوا د سوریې اوسني ولسمشر، احمد الشرع ویلي چې نوې کرنسي د دغه هېواد پر ټولې جغرافیې د تمرکز له مخې تدوین شوې او کرار کرار به د پخوانیو پیسو ځای ونیسي.
د سوریې لنډمهالی حکومت هڅه کوي چې کرار کرار په پخوانیو بنسټونو کې تغییرات راولي. تر دې مخکې یې د سوریې ملي بیرغ کې ځینې تغیرات راوستلي وو.
د سوریې د نوي مشر، احمد الشرع په مشرۍ غورځنګ پروسږ کال د بشارالاسد حکومت ونړاوه او په یاد هېواد کې یې د اسد کورنۍ نږدې ۷۰ کلنه واکمني پایته ورسوله.
شرع د لنډمهالي حکومت واګې په لاس کې اخیستو سره سم د امریکا په ګډون د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا هڅې پیل کړې او څو ځلې د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره هم له نږدې وکتل.


