خانهافغانستانا.ا د ابو عبیده د مړینې په اړه حماس ته تسلیت وړاندې...

ا.ا د ابو عبیده د مړینې په اړه حماس ته تسلیت وړاندې کړ

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حماس د ویاند حذیفه الکحلوت(ابو عبیده) او د دې ډلې د نورو قوماندانانو د شهادت په اړه د هغوی کورنیو او خپلوانو ته تسلیت وړاندې کړ.

ښاغلي مجاهد وویل چې د خدای تعالی په لاره کې شهادت د مسلمانانو وروستۍ او لویه هیله ده، او زیاته یې کړه چې دا شهیدان، د اسلام د لارې د نورو شهیدانو په څېر، بریالي شوي او خپل لوی هدف ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حماس د خپل پوځي څانګې د ویاند ابو عبیده او د حماس د مشر او د یحیی سنوار د ورور محمد سنوار د مړینې تایید کړی دی. اسراییلو مخکې دا خبر اعلان کړی و.

د حماس لخوا تېره ورځ(دوشنبه، د ډسیمبر ۳۰مه) په خپاره شوي ۲۱ دقیقه یي ویډیو پیغام کې، ډلې په رسمي ډول د خپل مشهور ویاند ابو عبیده د مړینې اعلان وکړ، چې اسراییلو یې د وژلو اعلان مخکې کړی و، او همدارنګه د محمد سنوار، محمد شبانه، رائد سعد او ابو عمر السوري د مړینې تایید وکړ.

د اسراییلو پوځ د می په لومړیو کې اعلان وکړ چې د حماس د پخواني مشر یحیی سنوار کشر ورور محمد سنوار یې وژلی دی.

اسراییل راپور ورکړی چې ابو عبیده هم په جګړه کې وژل شوی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه