خانهافغانستانشیخ ابو نصر فراهي بندر کې ۱۰۳ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي مسترد...

شیخ ابو نصر فراهي بندر کې ۱۰۳ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي مسترد شوي 

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د دې ادارې له لوري په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې ۱۰۳ ټنه ودانیز توکي بېرته مسترد شوي دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په مسترد شویو توکو کې یوه محموله پروفیل (سي چینل) شامل وو چې له کره ارزونې او د کیفیت کنټرول وروسته د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې بیرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.

د سرچینې له مخې دا پروسه د معیار او کیفیت ادارې لخوا په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي، تر څو د هېواد بازارونو ته د بې‌کیفیته توکو له ننوتلو څخه په جدي توګه مخنیوی وشي.

د معیار او کیفیت ادارې دا هم لیکلي چې یاده اداره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې به په کلکه توګه کورني معیارونو پلي کیږي همدارنګه د باکیفیته بازار رامنځته کول او د خلکو روغتیا او خوندیتوب، ددې ادارې لومړیتوب دی.

د یادولو ده چې څو ورځې مخکې هم د یادې ادارې له لوري سلګونه ټنه ودانیز توکي بېرته مسترد شوي وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه