خانهافغانستانپرون له ګاونډیو هېوادونو څه باندې درې‌نیم زره کډوال راستانه شوي 

پرون له ګاونډیو هېوادونو څه باندې درې‌نیم زره کډوال راستانه شوي 

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام، یوازې پرون (شنبه) له ګاونډیو هېوادونو څخه ۳ زره ۵۲۸ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. 

د اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون ویلي چې پرون (شنبه) د ننګرهار تورخم له لارې ۳ زره او ۱۲۴ کسان، د کندهار سپين بولدک له لارې ۴۰۴ کسان او هلمند بهرامچې له لارې ۱۷۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي. 

د یاد کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې له دغو تازه راستنو شویو سره بېلابېلې مرستې شوې او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو شوې دي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي. 

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ویلي وو چې یوازې په تېره نومبر میاشت کې له پاکستان څخه شاوخوا ۱۷۰ زره افغانان افغانستان ته لېږل شوي دي.  

د دې ادارې د راپور له مخې چې پر دې سربېره لا هم په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیون افغانان مېشت دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه