د خوست مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ۷۶ نادرکه شوي کسان بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې په دغو کسانو ماشومان هم شامل وو او د کورنیو د اطلاع پر اساس نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي: “خوست امنیه قومندانۍ د مخابرې او معلوماتي ټیکنالوژۍ مدیریت کارکوونکو، د اړوندو منسوبینو په ملتیا د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د دغه ولایت له بېلا بیلو سیمو څخه د یو شمېر کسانو د بې درکۍ، کور پرېښودو او په قاچاقي لارو د تګ په اړه اطلاعات ترلاسه کړي، چې د یو لړ چټکو اجراآتو په پایله کې یې ۷۶ کسان نیولي او بېرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.”
د خوست امنیې قوماندانۍ دا هم لیکلي په یادو کسانو کې ۳۱ ماشومان چې بې درکه شوي و، له اطلاع سره سم پیدا او خپلو کورنیو ته سپارل شوي.
د سرچینې په وینا چې په نیول شویو کسانو کې ۴۵ کسان له کوره د تیښتې او په قاچاقي لارو د تګ هڅې په تړاو نیول شوي او بېرته خپلو کورونو ته تسلیم شوي دي.


