د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اورچیک تېره ورځ د دغه هېواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د ریل پټلۍ جوړولو او پراخولو کې لیوالتیا لري ترڅو د نړۍ له سویلي هېوادونو سره د ترانسپورتي اړیکو پراختیا ومومي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه چې په ټول افغانستان کې د ریل پټلۍ جوړولو لپاره انتخابونه بحث کیږي، او روسي متخصصین اوس مهال په افغانستان کې د ریل پټلۍ د جوړولو امکان مطالعه کوي.
اورچیک ټینګار وکړ چې څومره چې د روسیې د سویلي نړۍ سره د نښلولو لپاره فرصتونه ډېر وي، د هېواد لوژستیک به ډېر متنوع وي.
روسي چارواکو دمخه د ټرانس-افغان ریل پټلۍ په اړه بحث کړی او د ازبکستان او پاکستان سره یې تړونونه لاسلیک کړي دي.
کابل ته د خپل سفر په جریان کې، د روسیې دغه چارواکي ا.ا ته ویلي وو چې مسکو غواړي د ټرانس-افغان ریل پټلۍ په پروژه کې برخه واخلي.
د ټرانس-افغان ریل پټلۍ یوه سیمه ایزه پروژه ده چې مرکزي آسیا د افغانستان له لارې سویلي آسیا سره نښلوي.
د ازبکستان، افغانستان او پاکستان هېوادونه هم په دې پروژه کې ونډه لري.
افغانستان د سیمهییز ارتباط مرکز او د مرکزي اسیا او سویلي آسیا ترمنځ پل دی. د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټ همکاریو پراختیا به د هېواد اقتصادي ودې ته لار هواره کړي.


