خانهافغانستان۶۵ کیلوګرامه د انسان ویښتان وسوځول شول

۶۵ کیلوګرامه د انسان ویښتان وسوځول شول

د ا.ا سترې محکمې اعلان وکړ چې د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې د انسانانو ۶۵ کیلوګرامه ضبط شوي ویښتان وسوځول شول.

د سترې محکمې د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې چې نن (پنجشنبه، د ډسیمبر ۲۵مه) خپره شوه، د ا.ا د امنیتي ځواکونو لخوا د عملیاتو په ترڅ کې دا اندازه ویښتان ضبط شول او د هغې دوسیه محکمې ته وسپارل شوه.

د ابتدایه محکمې استازي، د احکامو د اجرا د څارنې ریاست، د امر په معروف او نهی له منکر وزارت، د شکایتونو د اورېدو ریاست، او د قوماندې یو استازی د دې ویښتانو د سوځولو د حکم د اجرا په وخت کې حاضر وو.

د ابتدایه محکمې چارواکو ټینګار وکړ چې د انسانانو د ویښتانو ناقانونه راټولول، ذخیره کول او سوداګري یو غیر شرعي او ناقانونه عمل دی، او په راتلونکي کې به ورته قضیې تعقیب او وڅېړل شي.

دا اقدام د ا.ا د شرعي قوانینو له مخې د منع شویو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د هڅو یوه برخه ګڼل کیږي. مخکې هم ورته قضیې ترسره شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه