پاکستان اعلان کړی، چې د دغه هېواد هوایي ملي شرکت (پاکستان انټرنیشنل ایرلاین) ملکیت خصوصي سکتور ته لېږدول شوی دی. د دې لېږد ارزښت شاوخوا ۴۸۲ میلیون ډالر (۱۳۵ میلیارده پاکستاني روپۍ) اعلان شوی دی.
د لیلام پروسه په ژوندۍ بڼه خپره شوه او دوه کورنیو شرکتونو د PIA د ۷۵ سلنه ونډو د پیرودلو لپاره سیالي وکړه. په پای کې، وروستۍ معامله په بریالیتوب سره بشپړه شوه او شرکت خصوصي سکتور ته ولېږدول شو.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب اعلان وکړ چې حکومت نور نه غواړي د دولتي شرکتونو د زیانونو لګښت برداشت کړي او دا لیږد د نړیوال وجهي صندوق په همکارۍ د جامع اقتصادي اصلاحاتو پروګرام برخه ده.
د هغه په وینا، دا اقدام به په حکومت باندې د مالي فشار کمولو او د هېواد د اقتصادي فعالیت ښه کولو کې مرسته وکړي.
دغه شرکت په وروستیو کلونو کې له ګڼو مالي، مدیریتي او عملیاتي ننګونو سره مخ شوی او د بیا تنظیم کولو لپاره یې څو هڅې شوي دي. شرکت اوس مهال ۱۸ الوتکې لري، ۷۸ نړیوالو ځایونو ته الوتنې کوي، او شاوخوا ۶۰۰۰ کارکوونکي لري.


