خانهنړۍد لیبیا د پوځ لوی درستیز «محمد علي احمد الحداد» وژل شوی

د لیبیا د پوځ لوی درستیز «محمد علي احمد الحداد» وژل شوی

د ترکیې کورنیو چارو وزارت وايي چې د لیبیا د پوځ لوی درستیز، محمد علي احمد الحداد الوتکه د «انقرې» ښار ته نږدې غورځېدلې او نوموړي پکې ژوند بایللی دی. 

د راپورونو له مخې چې دا پېښه د ترکیې په فضا کې شوې او د الوتکې پاتې‌شوني هم په ترکیه کې موندل شوي دي.  

د ترکیې کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د محمد عل احمد الحداد الوتکې د ترکیې په فضا کې د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه، خو د کنترول له مرکز سره د اړیکې تر پرې‌کېدو وروسته نسکوره شوې ده.

بلخوا د لیبیا ولسمشر هم د دې پېښې په تایید خواشیني ښودلې او په دې تړاو یې د څېړنو پر پیلېدو ټینګار کړی دی. 

همداراز د دغه هېواد لومړي وزیر هم د دوی د لوی درستیز د الوتکې نسکورېدل غمجنه پېښه بللې او په دې اړه یې د څېړنو ډاډ ورکړی دی.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د الوتکو د سقوط پېښې زیاتې شوې چې له امله یې لوړپوړو چارواکو ژوند بایللی دی.  

شاوخوا دوه کلونه مخکې د ایران د یوې الوتکې نسکورېدو له امله د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون ګڼو لوړپوړو چارواکو ژوند بایللی و.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه