افغاني سره میاشت وایي چې د دې ټولنې له لوري په بلخ ولایت کې له ۵۰۰ زلزلهځپلو کورنیو سره ۵ میلیون ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
افغاني سرې میاشتې په اېکسپاڼه لیکلي چې دا مرسته د یاد ولایت «البرز» ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې پر زلزلهځپلو کورنیو وېشل شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د یادو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او بېړني لاسنیوي په موخه هرې کورنۍ ته ۱۰ زره ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
افغاني سرې میاشتې دا هم لیکلي چې موده وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ زلزلهځپلو کورنیو څه باندې یو نیم میلیون افغانۍ وېشل شوې وې.
روان کال د افغانستان له ختیځ وروسته شمالي ولایتونه هم یوې خونړۍ زلزلې وځپل چې له امله یې تر زرو ډېر کسان مړه او زرګونه نور ټپيان او وځپل شول.
د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې افغاني سرې میاشتې په یو شمېر ولایتونو کې له زلزلهځپلو، راستنو شویو او په کور دننه بېځایه شویو سره میلیونونه افغانۍ نغدي مرسته کړې، او د دې ادارې په وینا چې دا لړۍ به ادامه ولري.


