د جوزجان د قوش تیپې او درزاب ولسوالیو ته د برښنا رسونې د پروژې تړون نن د ا.ا یو شمېر چارواکو په ګډون د څه د پاسه ۱.۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن(سهشنبه، د ډسیمبر ۲۳مه) ویلي، د جوزجان قوش تیپې او درزاب ولسوالیو ته د برښنا رسونې د سترې پروژې تړون، څه د پاسه ۱.۸ میلیاردو افغانیو (۲۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو معادل) په مجموعي ارزښت، د رسمي مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.
د دغه تړون د لاسلیک مراسم د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د انرژي معین محترم ملا عبدالهادي یعقوب ، د ا.ا یو شمېر مشرانو، د ملي او نړیوالو رسنیو استازو او نورو مسوولینو په شتون کې، د اقتصادي کمېسیون د غونډو په تالار کې ترسره شول.
په یادو مراسمو کې د پایداره انرژیو عمومي ریس مولوي عبدالرحمن رحماني د وزارت د لاسته راوړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د قوش تیپې او درزاب ولسوالیو نږدې ټول کلي د برښنا له نعمته برخمن شي او د ټولنیزو خدمتونو د ښهوالي، اقتصادي ودې او دوامداره پراختیا لپاره به زمینه برابره شي.
د یادولو ده چې د دې پروژې د تطبیق قرارداد د اوبو او انرژي وزارت او «سټيټ کارپس» شرکت ترمنځ، د افغانستان ا.ا د تمویل له لارې، لاسلیک شو، او د تطبیق موده یې درې کاله ټاکل شوې ده.
باید وویل شي چې په دغې پروژه کې د ۲۲۰ کیلوولټه برښنا د لېږد مزي غځول چې ۸۵.۴ کیلومتره اوږدوالی لري، له پل خراسان څخه د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو پورې، همداراز د سباستیشنونو جوړول او په یادو ولسوالیو کې د توزیعي شبکو رامنځته کول هم شامل دي.


