خانهافغانستانکابل کې د نشې څه باندې دوه زره ګولۍ ضبط شوې دي 

کابل کې د نشې څه باندې دوه زره ګولۍ ضبط شوې دي 

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د کابل په «شهرنو» کې دوه کسان د نشې له ۲ زره ۳۰۰ ګولیو سره نیول شوي دي.  

د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې دا کسان او یادې ګولۍ  د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري نیول شوي دي.  

سرچینې لیکلي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. 

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم په پلازمېنه کې د نشې لپاره کارېدونکې زرګونه ګولۍ کشف او ضبط شوې وې. 

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو څه باندې څلورو کلونو د نشه‌يي توکو سلګونه کاروباریان نیول شوي دي.  

د ویلو ده چې اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره هممهاله په هېواد کې په نشه‌يي توکو روږدو کسانو د راټولولو لړۍ هم پیل شوه او په دې موده کې لسګونه زره روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي. 

څه موده مخکې عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې تر دې دمه د شاوخوا پنځوس زره روږدو کسانو درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوی دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه