خانهافغانستان"نن د څه باندې ۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا رسونې...

“نن د څه باندې ۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا رسونې قرارداد لاسلیک کېږي”

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د نن (سه‌شنبه) له یو خصوصي شرکت سره د برېښنا رسونې په برخه کې د ۲۸٫۴ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کېږي.

دغه وزارت ویلي چې د یاد قرارداد له مخې به د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا رسونې شبکې چارې وغځول شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په دې اړه نور څه نه دي ویلي، خو د خبرپاڼې له مخې چې د دې لاسلیک‌کېدونکي قرارداد په اړه جزییات به وروسته شریک شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د برېښنا رسونې په برخه کې د بېلابېلو پروژو پیلېدل او پانګونې زیاتې شوې دي. 

د یادولو ده چې افغانستان تر ډېره په وارداتي برېښنا متکي دی خو په وروستیو کې په دې برخه کې د بېلابېلو برېښنايي پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي دي. 

څو ورځې مخکې په سروبي کې د لمریزې برېښنا یوه ستره پروژه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې وه. 

دا پروژه د لمریزې برېښنا په برخه کې تر ټولو لویه بلل شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه