خانهنړۍسپینې ماڼۍ ته د ۳۰ امریکايي ډیپلوماتانو وربلل؛ "د امریکا پر باور...

سپینې ماڼۍ ته د ۳۰ امریکايي ډیپلوماتانو وربلل؛ “د امریکا پر باور منفي اغېز کوي”

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له بېلابېلو هېوادونو څخه شاوخوا خپل ۳۰ ډیپلوماتان واشنګټن ته وربللي دي.  

د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ له دې کاره یوه موخه دا ښودل شوې، څو معلوم کړي چې دغه ډیپلوماتان او د امریکا سفارتونه په کومه کچه د امریکايي پالیسیو ملاتړ کوي. 

د راپورونو له مخې چې ټرمپ له ځینې امریکايي ډیپلوماتانو سره د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د نویو دندو ژمنې هم کړې دي. 

بلخوا د ټرمپ ادارې یو شمېر منتقدینو د نوموړي دا اقدام د امریکا پر باور منفي اغېز ښندونکی بللی او په وینا یې چې په دې سره د امریکا باور ته زیان رسېږي.   

سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بیا ځلي راستنېدنو وروسته د ځینو هوکړو د لاسلیک کېدل د امریکا د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوي او څو ځلې په امریکا کې پراخ لاریونونه هم شوي دي.  

ټرمپ ځینې داسې طرحې لاسلیک کړې دي چې له امله یې د نوموړي له ادارې سره  مخالفتونه زیات شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه