د کندهار مسوولین وايي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې پاکستان ته د ۵ زره ۱۹۸ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د دغه ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې پاکستان ته د دغه قاچاق هڅه د سپینبولدک له لارې کېدله چې په تړاو یې لسګونه کسان نیول شوي هم دي.
د سرچینې په وینا چې له نیولشویو پسونو څخه ۱۳۰۴ سره په میزان میاشت، ۳۷۰ سره په عقرب او ۳۵۲۴ سره په ليندۍ میاشت کې له قاچاق کېدو راګرځول شوي او ضبط شوي دي.
تر دې مخکې هم پاکستان ته د بېلابېلو توکو له قاچاق کېدو مخنیوی شوی دی.
په ورته مهال په فرضي کرښه د اسلامي امارت ځواکونو ویلي چې له پاکستان څخه هم د راستنېدونکو افغانانو موټر په دقیق ډول پلټل کېږي تر څو هغو اندېښنو ته رسېدنه وشي چې ګواکې پاکستاني توکي افغانستان ته قاچاق کېږي.
د ننګرهار په تورخم کې مسوولین ټینګار کوي چې دوی به هېڅ ډول موټر چلوونکو ته اجازه ورنکړي چې له پاکستان څخه توکي افغانستان ته وارد کړي.
د یادولو ده چې په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ هر ډول سوداګریزې لارې تړل شوې دي.


