خانهافغانستانپاکستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله نهه افغانان مړه شوي

پاکستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله نهه افغانان مړه شوي

د پاکستان چارواکو ویلي ، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې کې یو مسافر وړونکی موټر د ګازو له ټانکر سره ټکر کړی او له امله نهه افغانان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د پاکستان چارواکو ویلي، دا پېښه تېره ورځ( شنبه، د لیندۍ ۳۰مه) هغه وخت رامنځته شوه کله چې د دې ولایت په یوه لرې پرتې سیمه کې یو مسافر وړونکی موټر د ګازو له ټانکر سره ټکر شو. او له امله نهه افغانان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزو سرچینو وویل چې د موټر مسافرو پلان درلود چې د پاکستان له خاورې ایران ته سفر وکړي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال په موټر کې ۲۱ کسان وو او په دغې ترافیکي پېښې کې د موټر چلوونکی هم مړ شوی دی.

چارواکو زیاته کړه چې د موټر ټول مسافر افغان اتباع وو او د قربانیانو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان چارواکو وویل چې ایران ته د دې خلکو کډوالو شاید د انساني قاچاق د یوې منظمې شبکې لخوا ترسره شوی وي.

د یادولو ده چې تر دې مخکې د پاکستان سربېره په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ګڼ افغانان مړه شوي وو.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه