د اندونیزیا پلازمېنې او «یوګیاکرتا» ښارونو ترمنځ د یو بس موټر د چپهکېدو له امله ۱۵ کسان مړه شوي دي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه نن سهار د هغه مسافر وړونکي بس موټر د چپهکېدو له امله شوې چې ۳۴ مسافر یې لېږدول.
په راپورونو کې د اندویزیایي چارواکو په حواله ویل شوي چې موټر د تګ پرمهال خپل کنترول له لاسه ورکړی او د سړک له موانع سره تر ټکر کېدو وروسته چپه شوی دی.
په راپورونو کې تر اوسه د پاتې نورو کسانو د وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.
اندونیزیا کې تر دې مخکې هم په ورته خونړیو ترافیکي پېښو کې لسګونه کسانو ژوند بایلی دی.
د ویلو ده چې په وروستیو کې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خرابې لارې او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا په افغانستان کې هم په وروستیو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې دي.


