کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د څلورمې حوزې پولیسو یو کس له ۳۳ زره زیکپ ګولیو سره یوځای نیولی دی.
د څلورمې حوزې امر، روزي محمد شاکر په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د نشې لپاره دا کارېدونکې ګولۍ د څلورمې حوزې پولیسو ضبط کړې دي.
نوموړي ډاډ څرګند کړی چې په دې برخه کې د اسلامي امارت پولیسو جدي هڅې پیل کړې او هېچاته به د نشهيي توکو د کاروبار اجازه ور نه کړي.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه دا ډول ګولۍ نیول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامې امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دغو توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.
د ویلو ده چې په دې سربېره په ټول هېواد کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ هم پیل شوې ده چې تر دې نږدې ۴۰ زره روږدي تر درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوی دي.


