د کابل د پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست منسوبینو ویلي، نن سهار د کابل ښار منډوي د بوټو په یوه مارکېټ کې د یوې لویې اورلګېدنې مخنیوی کړی دی.
د ا.ا کورنیو چارو وزارت نن سهار(یکشنبه، د لیندۍ ۳۰مه) د کابل په مندوي سیمه کې د میر عالم بوټانو په دوکان کې اورولګېد.
عیني شاهدانو وویل چې اور شاوخوا څلور بجې پیل شو.
د کابل د پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست منسوبینو ویلي، نن سهار د کابل منډوي د بوټو په یوه مارکېټ کې د یوې لویې اور لګېدنې مخنیوی کړی دی.
ویل شوي چې اور لګېدنه په ۸ دوکانو او لسو سرایونو کې رامنځ ته شوې وه او لومړنی تاوان یې ۷ سوه زره ډالرو ته رسېږي خو بل خوا بیا د اور وژنې پولیسو د نېږدې ۱۵۰ میلیونه افغانیو مالونو د سوځېدو مخ نیوی کړی دی.
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې اور وژونکي نه دي توانېدلي چې اور په بشپړه توګه کنټرول کړي. د پیښې اصلي لامل لا هم روښانه نه دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
باید وویل شي چې د منډوي سیمه د کابل او افغانستان په کچه تر ټولو د خوراکي او بېلابېلو توکو لوی بازار دی چې له دې ځای څخه د هېواد نور هټیوال توکي د خرڅلاو لپاره اخلي.


