خانهافغانستانبغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه، ۴۲ ټپيان...

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه، ۴۲ ټپيان شوي 

د بغلان مسوولین وايي، تېره شپه د یاد ولایت په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او  ۴۲ نور ټپیان شوي دي. 

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ نن (یکشنبې، لیندۍ ۳۰مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه په «ګولایي پنج» سیمه کې د ۵۸۰ موټر د چپه‌کېدو له امله شوې ده. 

د مسوولینو په وینا چې تر دې پېښې دوې ورځې مخکې د بادغیس ولایت په «آب کمري» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي وو. 

مسوولینو د دې پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده. 

له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي نښو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا اسلامي امارت له بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

څه موده مخکې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په لویو مسافر وړونکو موټرو کې د اته زره جي پي اېس الو د نصب خبر هم ورکړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه