د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان په ختیځ کې زلزلهځپلو ته د مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د اوچا په تازه راپور کې ویل شوي چې که څه هم مرستندویه بنسټونو د کونړ او ننګرهار له زلزلهځپلو سره ۳۲۴ زره کسانو ته مرسته رسولې، خو ټینګار کوي چې هلته لا هم بشري ناورین دوام لري.
د راپور له مخې چې د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په ختیځ کې زرګونه کورنۍ بېسرپناه دي او ژمنیو توکو ته بېړنۍ اړتیا لري.
سږ کال د افغانستان په ختیځ په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې د خونړۍ زلزلې له امله شاوخوا دوهنیم زره کسان مړه او نږدې درېنیم زره نور ټپيان کړل.
دغو زلزلو لسګونه کلي په بشپړه توګه ونړول او نږدې نیم میلیون هېوادوال یې سخت وځپل.
د ویلو ده چې له زلزلې وروسته ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو او هېوادونو ځپلشویو سیمو ته بشري مرستې ورسولې، خو ملګرو ملتونو لا هم ټینګار کړی چې هلته خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.


