خانهافغانستان"له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا ۷۶۱ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې...

“له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا ۷۶۱ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده”

د ا.ا عدلیې وزارت وایي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په تېرو شپږو میاشتو کې کابو ۷۶۱ زره جریبه ځمکه دولتي فیصله کړې او همداراز څه ‌باندې ۴ میلیون عامه څړځای یې تثبیت کړي دي.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې ځمکې په کابل او د هېواد په ۳۳ نورو ولایتونو کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د رهبرۍ د پرېکړو پر بنسټ دولتي تثبیت شوې او فیصلې یې د دغو ځمکو متصرفینو ته ابلاغ شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې: “له دې جملې څخه د نږدې ۲۹ زره جریبه ځمکو دوسیې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون په اساس د شرعي فیصلې په موخه، د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو ته سپارل شوې چې یادو محکمو پرې کار پیل کړی دی.”

د عدلیې وزارت په اېکس‌پاڼه همداراز لیکل شوي چې په یاده موده کې همداراز د بادغیس ولایت په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې له ۴ میلیون ۱۶۷ زره جریبو څخه زیاته عامه څړځایونه تشخیص او تثبیت شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه