افغاني سره میاشت وایي چې په کونړ کې له ۱۵۰۰ زلزلهځپلو کورنیو سره ۳۷ میلیون ۵۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا مرسته د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې له زلزلهځپلو کورنیو سره شوې ده.
د افغاني سرې میاشتې د خبرپاڼې له مخې چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
سرچینې لیکلي: “څه موده وړاندې هم د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۱۵۰۰ زلزلهځپلو کورنیو نږدې ۱۶ میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.”
څه موده مخکې د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړې توګه کونړ یوې مرګونې زلزلې وځپل چې له امله یې نږدې دوه نیمزره کسان مړه او شاوخوا درې نیم زره نور ټپیان شول.
د افغانستان په ختیځ کې د دې خونړۍ زلزلې له امله لسګونه کلي په بشپړ ډول ونړېدل او سلګونه زره کسان د سرپناه له ستونزې سره مخ شول.
د ویلو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې خونړیو زلزلو او نورو طبیعي پېښو د میلیونونو کسانو پر ژوند اغېز کړی او بشري مرستو ته یې اړتیا زیاته کړې ده.


