خانهافغانستاند سوداګریزو لارو تړل‌کېدل؛ پاکستان ته څلورنیم میلیارد ډالر زیان اوښتی 

د سوداګریزو لارو تړل‌کېدل؛ پاکستان ته څلورنیم میلیارد ډالر زیان اوښتی 

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د سوداګریزو لارو پر تړل‌کېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې تر دې دمه پاکستان ته ۴٫۵ میلیارد ډالر زیان رسېدلی. 

یادې خونې ویلي چې پاکستان هره ورځ په کرنې او ودانیزو چارو کې له ۵۰ تر ۶۰ میلیارد ډالر صادرات لرل، خو اوس یې سوداګرۍ ته څلورنیم میلیارد ډالر زیان اوښتی دی. 

د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې د پاکستان – افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د لارو پر تړل‌کېدو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې که لارې همداسې تړلې پاتې شي د پاکستان سوداګرۍ ته به تر ۲۰۰ میلیون ډالرو پورې نور زیان هم ورسېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ د نښتې له امله وتړل شوې او لا هم تړلې پاتې دي. 

څو ورځې مخکې د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی و چې له پاکستان سره به سوداګریزې لارې تر هغو تړلې وي تر څو چې له پاکستاني لوري کلک تضمین نه وي ورکړل شوی.

ښاغلي مجاهد ویلي وو چې پاکستاني حکومت باید وپوهېږي چې وروسته له دې سوداګریزې لارې د سیاسي فشار په توګه ونه تړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه