د ۲۰۲۶ کال د هند سوداګریز لیګ (ایپياېل) سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر نن د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پیل شوی دی. د نړۍ په کچه د بېلابېلو لوبغاړو په ګډون سږکال یو ځل بیا لس افغان لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې کېږي.
د هند د کرکټ غوره لیګ (IPL) د ۲۰۲۶ کال د نولسم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر نن(سهشنبه، د لیندۍ ۲۵مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پیل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د یادو سیالیو لپاره به د لس افغان لوبغاړو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو او خپله له هنده شاوخوا ۳۵۹ لوبغاړي د پېرلو لپاره وړاندې شي چې په دغو کې ۲۴۶ هندي او ۱۱۳ د نورو هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
د افغانستانه لخوا سږکال رحمنالله ګربز، نوینالحق، مجیبالرحمن، فضلالحق فاروقي، ګلبدین نایب، وقار سلامخېل، صدیقالله اتل، قیساحمد، وحیدالله ځدراڼ او عربګل بولۍ ته وړاندې شوي دي.
باید وویل شي چې په دغو سیالیو کې څلور نور افغان لوبغاړي له وړاندې له بېلابېلو لوبډلو سره قرارداد لري، راشدخان د ګوجرات ټایټنز، عظمتالله عمرزی د پنجاب کینګز، نوراحمد د چنای سوپر کینګز او اللهمحمد غنضفر د ممبی انډینز لوبډلو له ځان سره ساتلي او بولۍ ته یې نه وړاندې کړي.


