له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري را ایستلو په دوام، پرون (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه) له بېلابېلو لارو ۵۷۷ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د اسلامي امارت کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي چې دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او د نیمروز ورېښمو له لارو راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت د یاد کمېسیون د راپور له مخې لیکلي چې د تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو شمېر ۳۰۰۵ کسانو ته رسېږي او بېلابېلې مرستې ورسره شوې دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوال جبري را ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې چې روان کال له ګاونډیو هېوادونو نږدې دوه میلیون افغان کډوال راستانه شوي دي.
بلخوا که څه هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو را ایستلکېدل له سختو غبرګونونو سره مخ شوي خو د یادو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
په ورته مهال د اسلامي امارت د کډوالو چارو اړوندو ادارو ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


