پرون (دوشنبه) د مکسیکو په «سان ماتیو اتنکو» سیمه کې یوه کوچنۍ الوتکه نسکوره شوې چې له امله یې اووه کسان وژل شوي دي.
د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې د مکسیکو د چارواکو په حواله ویل شوي چې دا الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله د بېړنۍ ناستې پرمهال نسکوره شوې ده.
د راپورونو له مخې چې الوتکې تخنیکي ستونزه درلوده او د بېړنۍ ناستې پرمهال له ولکې وتلې او نسکوره شوې ده.
د چارواکو په وینا چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
له تېرو څو کلونو راپدېخوا په نړۍ کې د بېلابېلو الوتکو د نسکورېدو پېښې زیاتې شوې چې له امله یې وخت ناوخت لوړپوړو چارواکو هم ژوند بایللی دی.
ایران او سوډان هغه هېوادونه دي چې د الوتکو د نسکورېدو له امله یې لوړپوړي حکومتي چارواکي له لاسه ورکړي دي.
شاوخوا دوه کلونه مخکې د ایران یوه الوتکه نسکوره شوه چې له امله یې ولسمشر، ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر، حسین عبداللهیان او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ووژل شول.
د ویلو ده چې په نړۍ کې د الوتکو د نسکورېدو یو اصلي لامل د هوا خرابوالی او تخنیکي ستونزې بلل کېږي.


