خانهنړۍاسټرالیا کې د تېرې ورځې بریدګرو په موټر کې د داعش بیرغونه...

اسټرالیا کې د تېرې ورځې بریدګرو په موټر کې د داعش بیرغونه موندل شوي

د اسټرالیا لوړ پوړو چارواکو ویلي، چې د بوندي ساحل په پارک کې د بریدګرو په موټر کې د داعش دوه بیرغونه وموندل شول.

د اې‌بي‌سي خبري شبکې د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اسټرالیا د بوندي ساحل د بریدګرو نوید او ساجد اکرم په موټر کې د داعش دوه بیرغونه وموندل شول.

د راپور له مخې، د ترهګرۍ ضد تحقیقات اوس د پلار او زوی په انګېزه تمرکز کوي، او همدارنګه د دې مسلې په اړه چې ایا یوې ډلې یا فرد برید رهبري کړی هو څېړنه کوي.

د ترهګرۍ ضد ګډې ډلې یوه لوړ پوړي چارواکي دا هم وویل چې د اسټرالیا د امنیتي استخباراتو خدماتو شپږ کاله دمخه د نوید اکرم څارنه وکړه، وروسته له هغه چې پولیسو د داعش ترهګریز برید پلان شنډ کړ.

د اې‌بي‌سي لخوا ترلاسه شوي معلوماتو له مخې، د اسټرالیا د امنیتي استخباراتو خدماتو په ۲۰۱۹ کې د اسحاق مطاري له نیول‌کېدو لږ وروسته د داعش غړی نوید اکرم څارنه وکړه.

د اسټرالیا چارواکي وویل چې نوید اکرم د ښاغلي متاري سره نږدې اړیکه درلوده.

اسحاق مطاري، چې په اسټرالیا کې د داعش ځان اعلان شوی قوماندان دی، د داعش د عملیاتو پلان کولو لپاره د اوه کاله بند جزا تیروي. هغه د څو نورو کسانو سره په سدني کې د داعش د یوې ډلې غړی و. د یوې سرچینې په وینا چې له دې موضوع سره بلد دی، نوید اکرم له ټولو سره نږدې اړیکې درلودې.

ټیلیګراف د اسراییلي استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې برید پیچلی او پلان شوی و. د دوی په وینا، داسې نښې‌نښانې لیدل کیږي چې د حزب‌الله “یونټ ۹۱۰”، چې د دې ډلې د بهرنیو عملیاتو مسوولیت لري، په برید کې ښکیل و.

د اسراییلو چینل ۱۲ هم راپور ورکړ چې آسټرالیا چارواکي د دوو بریدګرو او ایران ترمنځ د احتمالي اړیکې په اړه پلټنه کوي.

په ورته وخت کې، ډیری اسلامي هېوادونو د اسټرالیا په بوندي ساحل کې وژونکی برید غندلی دی، چې د یهودانو ټولنه یې په نښه کړې وه.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: “موږ په سډني کې ترهګریز برید غندو، چې ډېری خلک یې ووژل او ټپیان کړل.”

متحده عربي امارات، ترکیه، قطر، اردن او ایران هم د سدني ډزې غندلي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه