خانهنړۍاسټرالیا کې د وروستي برید له امله د وژل‌شویو شمېر  ۱۶ ته...

اسټرالیا کې د وروستي برید له امله د وژل‌شویو شمېر  ۱۶ ته لوړ شوی

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په اسټرالیا کې د یو پلار او زوی له لوري د وروستي برید له امله د وژل شویو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی او ۴۰ نور ټپیان ښودل شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا برید د سیډني باندني ساحل کې د پلار او زوی له لوري د یهودانو پر مراسمو شوی او دوه پولیس افسران هم پکې ټپيان شوي دي. 

تېره ورځ نړیوالو رسنیو راپور ورکړ چې په اسټرالیا کې د یهودیانو پر مراسمو برید شوی و چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

بلخوا یو شمېر هېوادونو دا برید غندلی هم دی او په دې اړه یې غبرګونونه خپاره کړي دي. 

په ورته مهال د اسټرالیا چارواکو دا پر یهودانو یو پلان شوی برید بللی او ټینګار یې کړی چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اسراییلو له لوري د تېرو څو کلونو راهیسې جګړې او بریدونو وروسته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د یهودیانو پر مراسمو بریدونه زیات شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه