د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د شاوخوا شپږ نیم میلیون افغانیو په لګښت د دوو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د لغمان مرکز، مهترلام ښار اړوند «میدانیو» سیمه کې د نږدې درې میلیون افغانیو په ارزښت یو چکډېم جوړيږي.
د سرچینې په وینا چې همداراز د ننګرهار ولایت د جلالاباد ښار نهمه ناحیه، غازي امانالله ښارګوټي ترڅنګ ۳٫۵ میلیون افغانیو په لګښت د یو چکډېم د جوړولو کارونه پیل شوي دي.
مسوولینو ویلي چې په ننګرهار کې جوړېدونکی چیکډېم به د ۶۰ زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري.
د یادولو وړ ده چې دا چکډېمونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له بودیجې څخه د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړولو په موخه جوړېږي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د باراني اوبو د کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړولو په موخه لسګونه چکډېمونه او کوچني بندونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي وو.
بلخوا یو شمېر کارپوهانو د دا ډول بندونو او چکډېمونو جوړولو له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې مهم بللي دي.


