د ا.ا عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې نن (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه) د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شوی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي چې پرمهال به یې له پنځهکلنۍ کمعمره ۷ میلیون ۲۰۰ زره ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.
عامې روغتیا وزارت له هېوادوالو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي چې د دایمي ګوزڼ مخنیوی یې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون (یکشنبې، لیندۍ ۲۳مه) له پولیو څخه پاک افغانستان په نوم ادارې هم په اېکسپاڼه لیکلي وو چې نن (دوشنبې) به په هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غزني، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات او کندوز ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شي.
دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې تازه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې سږ کال په هلمند او بادغیس ولایتونو کې د پولیو دوې پېښې ثبت شوې دي.
د ویلو ده چې د ماشومانو ګوزڼ وایروس تر دې دمه په پاکستان او افغانستان کې شته او په بشپړه توګه یې د له منځهوړلو لپاره هڅې پیل شوې دي.


