د کندوز په هوايي ډګر کې د څه باندې ۲ میلیون افغانیو په ارزښت د ترمینل او جومات بیارغولو او د اوروژنې وسایطو لپاره د سیوري ځای جوړولو چارې روانې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لیکلي دا پروژه د عملیاتي وسایطو خوندیتوب او هوايي ډګر د اساسي تاسیساتو ساتنې او پاملرنې په موخه پلې کېږي.
سرچینې لیکلي چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د عملیاتي وسایطو او تاسیساتو د ښې ساتنې او پاملرنې همدا ډول د هوايي ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو ته زمینه برابره شي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په اېکس دا هم لیکلي چې له یاد هوايي ډګر څخه په اوونۍ کې د موسسو او خیریه بنسټونو شاوخوا شپږ الوتې کېږي.
بلخوا د کندوز یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې له پلېکېدو هرکلی کړی او په وینا یې چې په بشپړېدو سره به یې د ډېرو خونړیو او زیان رسوونکو پېښو مخنیوی وشي.
د ویلو ده چې د یاد ترمینل جوړېدل د ګڼې ګوڼې د کمېدو په برخه کې هم مهم بلل شوی دی.


